لنډ ليكلي پيغامونه، څرنګه يې چې د نوم څخه څرګنده ده مناسب، لنډ او ليكلي پيغامونه دي چې د هغو په كارولو سره په اړيكو كې آسانتيا رامنځ ته كېږي او هغه مهال چې غږيزې اړيكې شونې نه وي او يا پېرودونكى ونه غواړي چې غږيزې اړيكې ونيسي په نړيواله كچه ورځنې كار اخيستل كيږي.
د لنډ ليكلي پيغام له لارې پېرودونكي كولاى شي له هغو كسانو سره هم خپل ځانونه ونښلوي کوم چې نشي کولای اړيكې لاسته راوړي.