په افغانستان كې د افغان بيسيم مخكښ مخابراتي شركت او په نړۍ كې د بلك بېرې د خدماتو د وړاندې كولو تر ټولو نامتو شركتونه EMS او RIM په ګډه سره افغانستان د دې پرمختللې تكنالوژۍ له لارې د نړۍ سره نښلوي.
د بلك بېرې خدمات د پرمختللو ټلېفونو، پوستكالو (سافټ ويرونو) او خدماتو په ګډ كارولو سره برېښناليك، ټلیفون، كليز، وېب، مولټي مېډيا، سوداګرۍ او د ژوند اړوند نورو اړتياو ته اسانه لاسرسی برابروي. د بلك بېرې د خدماتو په ګټې اخيستنې سره د افغان بيسيم پېرودونكي كولاى شي د تګ راتګ پر مهال هم په پراخه او ګټوره توګه انټرنټ وكاروي او معلوماتو ته د لاسرسۍ له لارې په ټوله نړۍ كې د خلكو سره خپل ځانونه ونښلوي.
دا يو ډول نړيوال بېسيمه خدمات دي:
دا ټكنالوژي د سوداګرېزه چارو په سر ته رسولو كې د ګرځنده ټلیفون د كارونكو لپاره داسې ډاډمن بېسيمه خدمات برابروي چې تل هغوی ته په ډېره اسانۍ سره لاسرسي كېداى شي. دا خدمات عبارت دي له بريښناليك، د شخصي معلوماتو مديريت، د خرڅلاو د قوې داسې برابرول چې پخپله كار وكړي، سيمه ييز خدمات، د اسنادو مديريت او داسې نور.
دا خدمات لاندې ښېګڼې لري:
- د ګرځنده ټلیفون په ټكنالوژۍ كې د پام وړ خونديتوب پراختيا.
- خلكو ته په پراخه کچه د ګټورو معلوماتو برابرول.
- په انفرادي او ټولېزه توګه د مؤثريت لوړول.
- كارونكو ته د بېسيمه تجربو رڼه ول.